IQNA

د امام محمد تقی(ع)د شهادت  د کلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

11:38 - June 07, 2024
د خبر لمبر: 3489337
ایکنا - د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت تاسو ټولو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي.

ایکنانیوز -  د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول په درستې نړۍ کې د اهل بیت علیهم السلام درست مینه وال  د امامت او ولایت د آسمان دنهم  ځلانده ستوري حضرت امام محمد تقي جواد الائمه علیه السلام د شهات دکلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دي.

حضرت امام محمد تقي (ع) د ۱۹۵هجری قمری کال په روژې مبارکې میاشتې کې زیږیدلی  او د خپل پلار بزرګوار حضرت امام رضا علیه السلام له شهادت وروسته ئې د نړۍ د  مسلمانانو  امامت او رهبرۍ په غاړه درلوده.

د امام جواد (ع)  د ژوند او امامت پړاؤ  د اسلامی تمدن دغوړیدا او د اسلامی  نړۍ د فلسفې او اعتقادي لیدتوګو د دودیدا  زمانه وه. د مختلفو مذهبونو له متفکرانوسره د بحث او مناظرو د غونډو ترسره کیدا ،دخلکو تعلیم او تربیّت ، په تیره بیا د متفکرانو روزل او همنداراز د وخت د حاکمانو  د ولسی ضد او انساني ضدسیاستونو  ایشواکول د حضرت امام محمد تقي علیه السلام  دعلمي ،کلتوري اوسیاسی فعالیتونو برخې وې.

د درست ایران ولس  د امام جواد علیه السلام  د شهادت د کلیزې په شپه په جوماتونو ،امامباړو،د حضرت امام رضا علیه السلام په مقدس حرم، په قم کې د حضرت  بی بی معصومه  سپيڅلي حرم او دغه راز نورو زیارتونو کې  ویر  او ماتم وکړ او دغه ویر او ماتم هماغه شان دوام لري.

 

captcha